اوزاله

  کله چي له کندهارڅخه کابل ته راغلم نو پوهنځي ته د شامليدلو په کار پسې شوم. ما د ادبياتو فاکولته ځکه خوښه کړې وه چي دوي ويل هم واسطه نه غواړي، هم اسانه ده. د پوهنځي د ټاکلو په فورمه کي مي ادبيات وليکل. په رشتيا يې بې سوال و جوابه ادبياتو ته ورکړۍ وم . زياتي بې غمه او د انډيوالانو د پيدا کولو په کار اخته سوم . اول خو مي د خپلي پوهنځي وطنداران و موندل . ډير ښه ملګري وه . ډير خوښ وم ، ځکه انډيوالان مي هم  زما غوندي خوش تبعه، بانډاريان وه او شيرين بحث والا وه . نو به مو تل ساعت سره تيرو،ما ان په کندهار کي لا د پغمان د ميلو په باره کي اوريدلي وه . انډيوالانو ته مي ور ياده کړه . هغوي را باندي وخندل . هغه ساعت مي څه ونه وويل. خو وروسته مي پوښتنه وکړه او يوه له هغوي څخه داسي پوه کړم :

 " اوس خو په پغمان کي خر يخ دۍ په دوبي کي به سره ګورو ."

   د اوړي يوه د جمعي ورځ د دارالمان پر سړک په خواجه ملا کي له خپلي ليليې څخه را ووتلو او لمړی د دهمزنګ څلور لاري ته ولاړو . هلته مو له شناخته دوکاندارانو څخه سوداوي وکړې. وروسته  بسونو ته وختو او په کوټۀ سنګي کي کښته شوو. له دغه ځاي څخه د پغمان ليني بسونه تلل، خو ساعت يو ساعت وروسته به يو سرويس را تلۍ او بيا به نو هر ځاي دريدۍ. خو موږ ټوله د پيسو د بابته بد نه و . نو په يوه ټکسي کي سپاره سو.د خوړلو د شيانو غوټي مو د ټکسي په ټول بکس کښيښولې. په دوۍ نه پوهيږم خو ما ته دغي لاري ډير خوند را کړۍ و . سړک بې قيره ښوی او پوخ و . موټر ورو، ورو روان و. لاره د وړو غونډيو په منځ کي تيريدله. سړک به کښته او بيا لوړ ولاړۍ داسي خوند يې کاوه لکه سړی  چي د ميلې په څرخي زانګو کي ناست وي. شاه وخوا د غونډيو په اړخونو او د کورونو په شاوخوا کي د بادام، چينار او سپيدار د ونو څانګي نري شمال رپولې . په دغو کورونو کي د اوسيدلو، ژوند او مينو کولو تصورونو خوند را کاوه. ځينو کورونوبالاخانی لرلې چي کړکۍ يې د سړک خوا ته وې.

  له پغمان او شا وخوا څخه پر خرو او يابوګانو د ميوواو نورو شيانو بارونه ښار ته روان وه  . پر ځينو به د بار پر سر ماشومان هم ناست وه . پلار يا ورو به ښار ته بيول. پر خرو بوغره والي هم سپرې وې. ښايي نيژدې کليو به تللې. دغه لاره به مو نيم ساعت وهلې وي چي د پغمان د موټرو تم ځاي ته و رسيدلو . کښته سوو او پورته د غرونو پر خوا مو يو سړک په خوله ورکړ. په مخه يو چوک راغلی، چي څلور د ګلانو ډکي  لاري ورته را ننوتلې. د پغمان د ميله ځاي څلور لاره يا چارسو نو  پخپله يو لوي ګلدان غوندي ځاي و چي شا و خوا د ګلانو يوې کړۍ را چاپيره کړې و . د ګلانو يو، يو نيم متر پسور لرونکي باغچه  په هر ډول ګلانو ښکلې وې چي موږ يې يوازي د څو ډوله لکه پتوني ، پلاکيس ، عنتري، ادم چهرې، جريبان او څو نورو نومونه پيژندل . فضاء د ګلانو خوشبويۍ زړه وړونکې کړې وه .

 يوه له انډيوالانو څخه را ته وويل:

"  دلته دغه مهال سيل نه وي ماځګر راځو." تر دغه ځاي را تير شؤ . تر ميله ځاي را ووتلو او يوه نرۍ پلې لاره مو واخستله . بيا هم مخ پر لوړه روان و . لاره په کليو ننوتله چي دوو خواو ته يې د کورونو ښوی جګ ديوالونه وه چي د ځنو په لوړه برخه کي وړې کړکۍ وي چي رنګه جالۍ او يا ټوکران پر ځړيدل. لاندي کوچنيانو په يوه بل پسي ځغستل ، خو يو هلک خپله چرګه کور ته دننه کول چي ښايي د هګۍ وخت به يې و، چي مانا بې ځاي يې وانه چوي. ترکوڅه راتير شوو او د يوې شيلې غاړي ته را ووتلو. دغه د کابل د رود يوه څانګه وه چي په تلوار او شرنګي مخ پر کښته بهيدله . روڼي اوبه د لويو او وړو غرګيو، کاڼو او ښويو شوو ډبرو تر مينځ خپله لاره وهله . د شيلې پر غاړه یوه دیواله بیخ ته پخه ښځه ناسته وه او مخي ته يې په سترخان کي پيچلي سوړسک پراته وه، چي يو يې د خريدارانو د نمايش لپاره پر سترخان سربيره ايښۍ و. له اړخه يې يوه د شلومبو دکۍ پرته وه ، دينو چي اصلي نوم يې دين محمد و د بيي پوښتنه وکړه . بي چنې يې سوړسک ځني واخست او موږ هر يوه ته يې په خپل وار يوه، يوه لوټه ښې تروې شلومبې هم راکړلۍ . هغه خوند مي تر اوسه په خوله کي دۍ . مقصد په سوړسک او شلومبو مو سترګي روڼي سوې نو مو د شيلې پر غاړه مخ پر لوړه د اوبو د جريان مخالف لورۍ پسي واخستي . کله چي د کليو له ديوالونو څخه يو څه ليري شوو، نو دينو ودريدۍ او ويې ويل:

   " دغه ځاي څنګه دۍ. هم له کليو نه را بيل سو او هم ځاي پراخ دۍ. وګوره دغه ګاره وګورۍ چي اوبو څنګه ښوی کړي ده . ګوره چي دا به د څو لکو کلونو وي. بل انډيوال ږغ پر وکړ .

  " ته تبصرې پريږده، دغه ځاي په سلو نورو دليلونو هم ښه دۍ . وګوره زموږ د هغي بلي پلا ميلې ديګدان هم تر اوسه چا لا نه دي خراپ کړۍ"  

  زموږ په انډيوالانو کي يوازي ما ديګ پخولاي سو. نو مي تر هر څه دمخه هغه انډيوال ته ، چي ويلي يې وه ، ديګدان يې تر اوسه چا نه دۍ خراپ کړۍ وويل:

  "  ونيسه دور محمد خانه خپل ديګدان بيا فعاله که ، ډبري مبري يې سمي که ، ايرې و خاوري ځني را وکاږه . لرګي، بوټي موټي را ټول که تيار يې کښيږده چي زه پياز، مياز ميده کم نو به د خيره ديګ باندي کم . " ما غوټي پرانيستلې غوښي مي را وکښي او د هغوي په پريوللو اخته سوم. نور ملګري تر اوبو لوړ د شيلې پر غاړه د مځکي په پاکولو اخته وه چي د ناستي لپاره شړۍ پر اواره کي . دغه ځاي د يوې ژوري شيلي غاړه وه.   شيله خو به  په ژمي کي ډکه بهيدله ، خواوس کښته د شيلي په مينځ کي د اوبو د يوې نرۍ والي غوندي وه. په دغو اوبو مي غوښي او پټاټې پريولې . دغه اوبه د اوړي په ګرمي کي داسي سړې وې چي ته به وايې پاس د يخي له منځه را وزي . ساپي او يخي وې، زړه مي ورته  و سو چي څو لپي وچښلم . زړه مي په يخ شو.

  ډوډۍ مو وخوړله او تر هغه وروسته مو شيرين بحثونه وکړه او ځني د د شيلې په يخو اوبو کي و لمبيدل. ښه ستړي سو او پر شړيو وغځيدلو دينو ويل :

"راحت وکۍ ، ناحقه ځانونه د ترپه مه اچوۍ اصلي ميله د شپې ده ."

 ماپښين قضاء پر هغو لارو چي دغه فرعي ميله ځاي ته راغلي ؤ بيرته هغه د ګلو ډکي څلور لاري ته ولاړلو .

  ما خو دغه ځاي هيڅ ونه پيژندۍ . خو يوه را ته وويل دا هغه د سهار ځاي دي چي پکښي تير شؤ . خو اوس د پښې ايښوولو ځاي پکښي نه ؤ . ما تر اوسه د نرو او ښځو دغه سي بيرو بار نه ؤ ليدلۍ. زما انډيوالان لا ښه وه، دغه حال يې پخوا هم ليدلۍ و. خو ما خوله وازه نيولې وه ، يوې او بلي خوا ته مي کتله . دغه ځاي ته ځني پاخه ميله بازان لکه موږ چي ورځ مو د شيلې پر غاړه تيره کړې وه، لږ وه . زياترو خلکو له ښاره څخه ځانونه د ماځکر دغي ميلې ته را رسولي وه . دلته ښځو او ځوانانو اړخ پر اړخ چکرونه سره وهل . هر چا کولاي سول، د نجونو او ښځو خبري او خندا وي له نيژدې واوري .

 په دغه وخت کي لا د هيواد مشهوره مخ بربنډي چي په روي لوچي مشهوره وه مينځ ته نه وه را غلې . نو د ټول هيواد په ښارونو، حتي کابل کي ټولو ښځو بوقري کولې . يوازي زړو ښځو چادرۍ پر سرولې.

  په دغه ورځ د پغمان د ميله ځاي پر څلور لاري او د هغه پر لنډو او د ګلونو ډکو سړکانو مستي نجوني او ښځي د کوترو غوندي په بوغرو کي اوښتې را اوښتې. يو تر بله دمخه او شا کيدلې او بيرته پاتيدلې. که يې منۍ يا نه، خوهغه خوند چي د دغو بوغره والو په سيلونو کي و، د نني ورځي په لوڅ مخو، لڅو مړوندونو حتي لوڅ لينګويو کي چيري دۍ.ما خو پريږدۍ ، ټولو سيلانيانوخولي وازي نيولي وې. په دغه ورځ خو ما د چا بوغرې ته نه دۍ پام سوۍ. ځکه ما ته دغه نجوني پټي نه ايسيدلې. بوقرې زموږ د ښار تر بوغرو ډيري نازکي وې.  تر هغوي لاندي د لاسونو، اوږو، پښو، لينګيو، نري ملا و او هر ځاي حرکتونه له ورايه په څرګند ډول تصور کيدلاي سول. اصلي خبره خو لا دا وه چي نجونو کله، کله يو، يو پلا په يوه نه بله پلمه د بوغرې پلو پورته کاوه. مخونه يې داسي نه وه لکه څو کاله وروسته چي مي د لوڅ مخو نجونو او ښځو هغې وليدل. ځکه د هغو وختونو پټ مخو په دې پلمه چي مخونه خو يې څوک نه ويني نو به يې ځان داسي جوړاوه لکه پخوا چي به يې يوه ناوي جوړله او بيا به يې اووه شالونه پر اچوله . دغو نجونو مخونه په سورخيو او سپدو، زريناو او خالو ، واليو، نتواو پيزوانو او پر تنديو په طلايي ميده ځينځيرونو ښکلۍ کوله . دغه پټ مخي ناوياني خو به له کوره پټ مخ را وتلې، په بازارونو، کوڅو،مغازو، دوکانو او بسونو کي به پټ مخ ګرځيدې يا ناستي وې. حتا په ميله کي به هم پټ مخ ګرځيدې. خو کله چي به يې پلمه پيدا کړه نو نه تر تيريدلې او ځوانانو ته به يې حتما خپل ښکلۍ مخ ښکاره کاوه او زياتره له هغوي نه به يې سوچ ليونۍ کړل.

   په دغه ماځيګر موږ وږي سترګي همدغو مخونو روغ ليوني کړي و.

  خو زه نوري بوغره والي څه کوم. يوازي به د هغي په اړه څه ووايم چي پر ما يې تر نورو ټولو زياته اغيزه وکړه او تر ليوني يې هم ور تير کړم . زه خو د هغې تر ليدلو پخوا لا دنورو سيلونو اخيستۍ وم، خپل اندډيوالان مي پري ايښي وه او د نورو خلګو سره ملګرۍ شوۍ وم.   له ليري يوه هراتۍ چادريواله په يوه ټولۍ کي په نظر راغله، جګه تر چنار لوړه وه . يوازي زما نه بلکي د ټولو سترګي ور اوښتي وې. هغه د نورو سهيليو په منځ کي ړنګه ، بنګه کيدله . توره، ښوی هراتۍ چادري يې کړې وه . سپين روي بند يې لوي جالۍ لرونکي چشمکي لرلې . په زړه کي را وګرځيدل که ور نيژدې وايې سترګي مي يې پوره ليدلاي شوې. ارمان را ته ودريدۍ . خو خداي نورو چورتونو ته پري نه ښوولم او بې غوښتني يې د زړه مراد را کړ . هغه خو ما ته په توره هراتۍ چادرۍ کي لا د سپوږمي غوندي ځليدله چي نوري نجونو يې شا ؤ خوا د ستورو په شان هره خوا رښانوله . زما دغي هراتۍ چادرې والا او ټولي نوري ډلي يې پخوا زما تر ليدلو لا د بوغرو پلوونه داسي پورته کړي وه چي مخان يې نه ليدل کيدل، پلوونه  يې په مخ پوري ټينګ نيولي وه او د بوغرې تر چولو يې شا و خوا کتل . يو، يو ځل به يې يو تر بله ورو، ورو سره پوري وهل او کټ، کټ به يې خندل. په دغه وخت د هراتۍ چادري والي تر شا نوري نجوني په هغې کي ونښتلې . هراتۍ چادري والا  بې موازنې  او مجبوره شول پلونه ايله کي او لاسونه پر هغو نجونو تکيه کي چي د هغې تر مخ رواني وې.  خو بير ته يې ځان ژر تکيه او مخ يې پټ کړ، خو څه فايده زما کور خو يې را خراب کړۍ و .

  ما يې تر هره څه د مخه هغه لاس وليدۍ چۍ نقاب يې په کښته کړ. په لاس کي يې وړوکۍ کتاب و . پخوا تر دې چي د ښايست په څرنګوالي يا نور څه يې پوه سم زړه مي په دربي شو. بدن مي وريږديدۍ. داسي سوم لکه د ملاريا  تبي چي نيولۍ يم .

   زما انډيوالانو خو زه نه وم ليدلۍ چي د خندا وړ يې ګرځيدلۍ واي، ځکه له هغوي څخه ليري تللۍ وم . هغوي به له دې کبله را باندي خندلي واي چي ما د هر يوه د بيهوښه کيدلو کيسې اوريدلي وې، خو نه مي وې منلي او پر خندلي مي وه . خو په دغه ورځ چي مي ځان ته کتله نو تر دوي بد تر بې هوښه سوۍ وم . تعجب مي وکړ چي څرنګه يوې نجلي دونه تر اغيزې لاندي را وستلم . ولي مي زړه د هغې پر خوا کشيږي. ولي غواړم چي د دنيا ټوله دودونه او رواجونه تر پښو لاندي کړم. خپل ټولي باټي او غرور په تاخچه کي کښيږدم او برابر هغې ته ودريږم او عرض ورته وکړم چي د خداي روي مي در وړي دۍ، پر ما رحـم وکړه او علل حساب خو خپل نوم او پته را کړه او بيا ډير وخت وروسته په خپل زړه کي ځاي را کړه .

   زه پخپلو چورتونو اوحسابو اخته وم چي هغه له نظره وتلې وه او زه ملګرو تر اوږو نيولۍ وم . څه يې را ته ويل چي ما نه اوريدل. خو وروسته لکه له ليري چي اورم انډیوالان  را ته وايې:

  " ولي، ولي. چا څه درته ويلي دي چي داسي دي مخ سپين او ښتۍ او مزاج دي خراب دۍ؟ خبره وکه ولي بيسده يې." شاؤ خوا مي وکتل چي خلګ زموږ خبرو ته متوجه شوي وه. دينو انډيوالانو ته وويل  در ويې باسي.

  په هغه شپه په ليليه کي له نورو څخه بيل خپل تر خپله په کوټه کي سره ناست و . دوي ډوډۍ و خوړه خو زما څه خوا ته نه کيدله .دوي له هغه وخت څخه چي زه له ځانه بيګانه شوۍ وم ، بيا په تکسي او بس کي زما څخه هر څه پوښتلي وه او ما هم ورته ويلي وه چي يوه هراتۍ چادري والا مي وليدله او دهغې له ليدلو سره مي سد له سره والوتۍ زياتي مي په هغې پسي کتل . خو هراتۍ د سترګو په رپ کي را څخه ورکه سوه او دغه دۍ تر اوسه له هغې پرته بل شی نه وینم او په هيڅ شي نه پوهيږم.  دوي ټولو وخندل او دين محمد را ته وويل:

  "  دغه دۍ اوس لوي سړی سوې، په موږ پوري دي خندل . پر موږ ټولو دغسي حالونه را غلي دي . زموږ ټولو زړونه يې را لړزولي دي خو داسي نه و بي سده سوي لکه ته . " يوه بل انډيوال يې خبره ونيوله او ويې ويل:

  " دينو ماما د ګل محمد نجلۍ نو په رشتيا هم له نورو ماسيوا وه . که هغه شان ښايسته وي لکه ده چي وويل نو رشتيا تر نور ټولو ښايسته ده . نوري خو سيهني، غنم رنګي او يا سپيني وي. خو ده ويل چي هغه داسي سپينه وه لکه اروپايې او امريکايي نجوني. وريښتان يې هم خورمايي او طلايي وه."  د دغه انډيوال خبري ډيري بدي را باندي ولګليدلې او هغه ته مي ښه ټينګ مينت وکړ. ټولو وخندل . دين محمد وويل:

  " ګورۍ دده سره به احتياط کوۍ. د هر چا خوۍ و خاصيت عليحده وي. د ګل محمد له کارونو او دغه عصبي کيدلو څخه معلوميږي چي هغه  بيا د وخته هغه خپل ناموس حسابلې ده او د هغې په باره کي خبري کول بدي پر لګيږي. " نورو هم سرونه ورسره وښورول او يوه وويل:

  " دغه خبري ډيري خطرناکي دي . ښه سو دينو ماما چي پوه دي کړو."

   خو د انډيوالانو سره زما اړيکي پر خپل حال پاتي نه سوې. يوازي مو په  ليله اوپوهنځۍ کي سره ليدل او خپلي ښې اړيکي مو ساتلې. خوکله چي به رخصت شوو نو زه له دوي سره د پخوا په شان ملګرۍ نه وم . ځکه ټول نور کارونه بيهوده را ته ښکاريدل . يوازي د هغې په موندلو او خپلولو پوهيدم او بس. تل به د پوهنځي تر درسونو وروسته په خپل کار پسي تلم او دوي به خپل بانډارونو کول او چکرونه به يې وهل . زه پر مخ بل سړی سوۍ وم . کله چي به له درسه رخصت شوم نو به درسته ورځ په کوڅو او بازارونو کي ګرځيدم او په هراتۍ چادرۍ والي پسي به مي کتل . ما په دغه کار کي هيڅوک له ځان سره نه سو ملګرۍ کولاي . دينو په رشتيا چي هوښياې سړی و . زه يې په هغه لمړۍ ورځ پيژندلۍ وم چي ما هراتي خپل ناموس شميرلې وه او درسته ورځ په يوازي سر په ټول کابل کي پسي ګرځيدم. ډيري چادرۍ والا مي تعقيب کړې خو په پاي کي به مي تشخيص کړه چي هغه نه ده . ځکه يا به تر هغې کښته يا ډنګره را ته ښکاره شوه او يا به مي يې د هغې سره د اجتماعي ژوند توپير پيدا کړ. خو تل به حيران او پريشانه وم او په دې باره کي به مي فکر کاوه، که مي هغه وموندله څنګه به ږغ پر کوم.

   هر څه مي کول خو درسونه مي نه قضا کول او نه وروسته پکښي پاته کيدم . ځکه يو خو مي ددې په لاس کي کتاب ليدلۍ و او غوښتل مي چي تر ټولو لمړی ځان ډير پوه ، لايق او د هغې وړ وګرزوم او د بله پلوه مي غوښتل چي هراتۍ چادرۍ والي، د هغې کورنۍ او خپلي کورنۍ ته دغه پلمه په لاس نه ورکوم چي زه د هغې وړ نه يم .

  له اوړي څخه تر مني پوري خو مي هره پنجشنبه او جمعه پغمان نه قضا کاوه او ټوله ورځ به هلته په هراتۍ چادري والا پسي ګرځيدم .ما خو د سترګو په يوه رپ کي د هغې څيره ليدلې وه . خود هغې عکس مي پر زړه نقش و. دغه شان ښکلا ما د خپل مشر اکا په کور کي پر يوه لوي چيني غوري ليدلې وه . دغه د يوې ښکلي نجلۍ عکس و. سرې شونډي، نازکه پا زکه پزه ، سره بارخوګان، اوږدې سترګي او کاږه باڼوګان ، جګه غاړه . هغه وخت مي دغه د مخ صفتونه، نه وه زده او نه په خبر وم، فقط دغه عکس می خوښیدۍ . خو ما غوندي موږ ټول کوچنيان او نوي ځوانان د هغه چيني غوري د عکس د ليدلو شوقيان و . زما په ياد دي هر يو له هغوي څخه چي به زموږ کور ته راغۍ نو به يې په يوه پلمه ددغه چيني غوري زيارت کاوه . موږ ټولو ته دغه هم معلوم وه چي دغه تحفه زما تجار اکا ته يو چا له چينه را وړي وه. ښايي دغه تحفه به مي اکا ته هم ډير ه ګرانه وه چي هغه يې د ميلمنو په لوي اورسۍ لرونکي دالان کي پر ديوال وهلې وه.     

   ما نو زياتي د هغه عکس غوندي دلربا پلټل د ژوند حتمي سوال و او د امتحانو لپاره درس ويل مي د دغه سوال د حل وسيله بلل . وسلام .

  په پاي کي د امتحانو وخت را غۍ . درسونو ته مي زور ورکړۍ و . امتحانونه پاي ته ورسيدل او زه د ځان او نورو تر توقع مخالف په ډيرو ښو نمرو کاميابه سوۍ وم .                        

                        *     *   * 

    د ژمي په رخصتي کي مي په کندهار کي هم ډيري هراتۍ چادريوالي وليدلې، خو فايده يې نه درلودله ، يوازي مي خپل زړه په صبراوه او بس. خو داسي پخې او زړې هرارتۍ چادري والا ښځي مي هم وليدلې چي په بازار کي به يې کله، کله د سودا کولو په وخت کي روي بند پورته کاوه  او ما به هم حتما د هغې ليدلو ته ځان برابروۍ. يو شمير له دغو څيرو څخه زما هراتۍ چادري والي ته او د چيني غوري عکس ته ورته وې .

   په کندهار کي مي څوک په ځان خبر نه کړل او په کابل کي مي هم خپلو انډيوالانو ته ويلي وه چي د چادري والي مساله د يو څو ورځو خبره وه . ورو، ورو مي هيره کړه. نه پوهيږم چي د هغوي به زړه ته لويدلي وي که نه . خو زما مقصد دا و چي دغه خبره له ځانه وشکوم. ځکه بيريدلم چي دغه رسوايي کوم وخت زما د ميني د بريالي کيدلو مخه و نه نيسي.

  رخصتي مي تيره شوه او بيرته کابل ته را روان سوم. څرنګه چي ما خپله مينه د کابل اوسيدونکي ګڼله نو مي تلوار و چي هر څه ژر ځان کابل جان ته ورسوم. نو مي تر ټولو نورو فاکولته والو وړاندي حرکت  وکړ . زموږ درسونه په رسمي توګه د حمل پر دوهمه شروع کيدل، خو اکثره وخت به د حمل د مياشتي په دوهمه اونۍ کي شرو سول. نو مي له کور څخه د حوت پر شلمه رخصت واخيست . پخوا به خلګ يوازي په لاريو موټرانو کي کابل ته تلل، خو په دغو وختونو کي بس سرويسان هم پيدا سوي وه . په بسونو کي به سفر ډير په راحت و .                    

  سهار پر اتو بجو يې غوښتي و. پر خپل وخت ورغلۍ وم . خو هلته هيڅوک نه وه . وروسته کلينر را غۍ او دباندي په موټر اخته سو او بيا بس ته دننه سو . زه هم ور وختلم او کلينر را ته وخندل چي مانا داسي وختي را غلۍ يې. ښه ډير عمر وروسته زما يو شناخته را وختۍ او زما خوا ته راغۍ . ما هم د چوکۍ سيټ ورکړ او هغه کښينستۍ . ما ورته وويل زه به دباندي ووزم ، پټو مي دغه دۍ پروت دۍ  دباندي د بس موټر په شاو خوا کي په يوه سماوار کي ناست وم . د خلګو سره مي وخت تيراوۍ. څه وخت وروسته کلينرانو نارې شرو کړي ، " کلات، کلات ، مقر، شا جوي غزني ،کابل... کلات، کلات...."  خو د بس کلينر نارې نه وهلې . ځکه خلګو ته يې دوې، درې ورځي پخوا ټکيسان ورکړي وه . خو زموږ کلينر به هم يوه ، يوه ناره وکړه ،" کابل رو، مابل رو، تلوار کوۍ چي ،  موټر حرکت کوي ." خو حرکت چيري و . خلګو پر وخت د موټر له حرکت سره عادت نه درلود . ځکه هغوي فکر کاوه چي بيله ده حرکت نسي کولاي. ټکس يې په جيب کي دۍ . په پاي کي کلينر ريښتنی ږغ وکړ ويې ويل:

  " پورته سۍ د خيره سره موټر کابل جان ته حرکت کوي . پورته سۍ، څوک پاتي نه سۍ. هلۍ، هلۍ ناوختنه کيږي. لار خراپيږي . هلۍ، هلۍ" موټروان موټر ته وختۍ، پټو يې تر ځان لاندي کړ او پر خپله چوکۍ کښينستۍ. تر کړکۍ يې سر را وايستۍ ، پر کلينر يې ږغ وکړ.

 " کار دي خلاص سو ، که به بيا د صبر، صبر وکه نارې وهې. "

  " يا خليفه جان بيغمه اوسه." موټر يې چالانه کړ، څو ښه اوږده، اوږده ريزونه يې ورکړل . زما هم زړه ته ولويده چي د خيره حرکت دۍ .

   پورته سوم خپلي چوکۍ ته مي ځان ورسوۍ. د چوکۍ انډيوال مي را ته ولاړ سو ما ته يې لار را کړه چي د کړکۍ خوا ته تير سم. د بس لمړي څلور سيټان خو د ميرمنو لپاره ټاکل سوي وه ، ټول ډک وه . کله چي خپل ځاي ته تير سوم، که ګورم زما تر مخ په سيټ کي دوې هراتۍ چادرۍ لرونکي ناستي وې . یوه یې پنډه او زړه او بله یې ځوانه او نجلۍ په خیال راغله . زړه مي ډوب شو، ليکن د څو مياشتو غم ګاللو له تجروبو څخه مي دغه خبره زده کړې وه چي بايد د زړه پر دربي او بيباکي ځان مسلط کړم . ځان ته مي وويل:

   " دغه شان بوغره والي خو دي ډير ځله وليدلۍ. خو نتيجه يې تر ناهيلۍ پرته بل څه نه وه . نو د هغې د موندلو او د خپلونخشو عملي کولو کار ته په سړه سينه ادامه ورکړه ." ځکه مي نو ځان غلۍ ونيوۍ.  پوهيدم چي تر کابله دوې، درې شپې اوږده لاره مو په مخ کي ده . ګوندي خداي وي چي  مخونه يې وليدلاي شم .موټر ناوخته څاښت مهال ، غرمې ته نیژدې حرکت وکړ.

   څو ورځي پر له پسې بارانو نه سوي وه، د سړک ژوري او غري وري له اوبو  ډکي سوي وې. موټر په لوړو او ژورو کي ډبه، ډبه اهسته برو پر مخ تلۍ . ټولو سورليو ځانونه په چوکيو او کړکيو پوري سريښ کړي وه او د زنځو غوندي يې لاسونه او پښې په چوکيو او کړکيو پوري کلک نيولي وه . په ساعتونو مو دغه شان سفر وکړ . څو ځايونه موټر ودرول سو. زاړه او واړه به د ضرورت د پاره ووتل او بيا به حرکت وسو . تیر مازګر د ماښام خوا ته ښار صفا ته ورسيدلو. سړې هوا ، د موټر په زرګونو جمپونو له يوې خوا له حرکته اچولي او د بله پلوه يې وږي کړي و . خو بيا هم ښه و چي د سپر شرو وه. هر چا يو څه ور سره را اخيستي وه  چي پر لاري يې وخوري. موټر يوه سماوار ته ودرول سو. دوه نوي جوړ سوي دوکانونه وه، مخي ته يې پر دوکانچه ټغران اوار وه . څوک هلته کښينستل او ځني د ساراګښت لپاره د دوکانو شا ته تير سول. خو زما دوې سترګي په هراتۍ چادرۍ والو کي وې . ښځي را کښته نه شوې. يوازي يوه بله زړه خپل زوي د دوکانو شا ته بوتله.

  ډوډۍ وخوړله سوه او د کلينر په ږغ موټر ته پورته سوو . موټر حرکت وکړ . د موټر په منځ کي يو څو بيباکه هلکان ناست وه . نسونه يې ماړ سوۍ او سګريټيان يې وهلي وه . په ماړه نس  سفر، بيګانه محيط د سيګريټي اغيزې له سده ايستي وه . تر خپل منځونو يې په لوړ ږغ ټوکي او ټکالي کولې . يوه بل ته يې بې ادبه د مور و خور ښکنځل کول. خلکو يو بل ته سره کتل چي د ښځو له مخه بدي، بدي خبري کوي. په تيره بيا د ښځو خپلوان نارينه تاو ، تاو کيدل . خو څه يې نه سوه ويلاي او د خپلو ميرمنواو خوندو ، ميندو تر مخي د هغو لوچګانو له خوا له بې ابۍ څخه بيريدل . ما ته خو خپله چادرۍ واله نه وه معلومه ، خو په زړه کي را وګرځيدل ، که دا هغه وه نو خو به ډيره بده وي چي زه ناست يم او لوچګان يو د بل د خور و مور په ... . څو شيبې مي تاقت وکړ خو ښکنځلو ادامه لرله . په پاي کي مي له توانه ووتل په خپله چوکي کي ولاړ سوم او پر هغو هلکانو مي لوي اواز را وکيښ او هغوي ته مي اختار ورکړ او موټر وان ته مي وويل:

  "   اوستازه ! که دوي بيا ښکنځل سره وکړه نو موټر ودروه چي د موټر په دننه کي دي بده ، بيرانه پيښه نه سي ."

  البته زه هم بيردم او خداي، خداي مي کول چي دغه لوچګان نور ښکنځل سره ونه کي او ما لاس اچولو ته اړ نه باسي چي د چادرۍ والي د ليدلوفرصت مي له لاسه ونه وزي. خو د خداي فضل وسو چي د موټر د نورو سورليو هم غم، غم پور ته سو او پر هغو بيباکه هلکانو يې بد وويل. هلکان پوه سول چي په دښت کي د ټول موټر سره مخامخ دي نو ارام سول او کيسه په خير تيره سوه . خو ما د خپل خيالي ناموس د ساتلو وظيفه پر ځاي کړي و. څه وخت وروسته چي ارامه ارامي سوه نو هغي زړې چادري والي مخ را واړه وه او تر روي بند لاندي يې را ته وويل:

  " زويه خداي دي خير درکي ، پر ځواني دي برکت ، چي دغه لوچګان دي ارام کړه ." ما هم جواب ورکړ چي زه پخپله د خپلو ، خوندو او ميندو تر مخ د يوه نارينه له خوا په دغه ډول بدو خبرو شرميدلم او تاقت مي و نه سو. " . زه ډير خوښ سوم چي له هغوي سره مي د خبرو لاره خلاصه سول. خو دومره پوه سوم چي ښځه هيراتۍ نه ،بلکي د کندهار د قزلباشانو په لهجه يې سمه پښتو ويله.

  خبره تيره سوه او زه د هراتيانو سربيره د قزلباشانو په چورت کي هم ولاړم او ويل مي چي ښايې زما ليلا زموږ د خپل کندهار قزلباشه وي. موټر په زګيروي او دربي مخ په وړاندي روان و . موټر وان ګيرونه لګول او بيريکان يې وهل او لويشت په لويشت پر مخ روان و . سړک  ډيري لوړي ژوري درلودلې . پر سړک ځاي، ځاي اوبه ولاړي وې.  ځيني واړه پلونه اوبو وړي وه او موټروان به د کلينر په مرسته پر هغو ګارو او ډبرو تيریدۍ چي نورو کلينرانو او سورليانوبه پر اچولي او پر تير سوي به وه . خو موټر ډير نه معطليدۍ او بيا به يې حرکت وکړ . اسمان بيا هم وريځ سو او نری باران هم شرو سوۍ و .

  ډيره لاره مو ووهله نيمه شپه سوه ، خو موټر دريدلاي نه سو ، ځکه نه د ډوډۍ او نه د کښينستلو او استراحت ځاي و . ټوله ډير ستړي او په تکليف سوي وه . ځينو کسان پر موټر وان څو ځايه ږغ وکړ چي د سارا ګښت لپاره يو بريک ووهي.

   ښايي تر نيمي شپې هم تير سوي و چي د موټرانو يوه اوږده کتار ته ورسيدلو. په دغه ځاي کي يو مانده و چي تيره شپه دخړواوبو  ډک راغلۍ و او د سړک هغه حصه يې پاکه وړې وه چي په جوړولو کي يې بې ايماني سوې او اوس له سړک څخه شيله جوړه سوې وه . دغه ځاي ته نيژدې لوي ډبري او ګاري هم نه وې چي پر سړک دغه جوړ سوۍ ګودال په تړل سوۍ واي. موټروانان، کلينران او د لسو، پنځلسو موټرانو ځني ځوانان د لاري په جوړولو اخته وه . د لاري تر جوړلوسربيره بايد هغه لارۍ موټر چي په شيله ور ګډ سوۍ او بند سوۍ و له لاري ايستل سوې واي. لارۍ موټر هم يو بغله د چپه کيدلو پر حال ولاړه وه . پر هغې نو هر چا خپله اوستايي کوله. يوه ويل، تر هغو حرکت ورنه کۍ چي مخي ته مويې په ډبرو او تختو ، مختو لاره نه وي جوړه کړې. بل ويل چي موټر بايد اول تر شا ريورس بوتله شي او له دغه غاره چي پکښي بنده سوې دۍ را وايستل سي او بيا يې مخي ته لاره جوړه سي . د موټرانو دغه اوږد کتار له ماپښين څخه تر دغه وخت پوري جوړ سوۍ و . تر هغو کسانو پرته چي په کارونو اخته وه نورو تيمم وواهه او په موټر کي يې د قبلې پر لور د سر په اشارو خپل قضايي لمونځونه را وګرځول. له موږ سلو، سلو شلو کسانو څخه يوازي شلو، ديرشو په کار کي برخه اخستلاي سول. نور نو يا په موټر کي ناست وه او يا د نيم چپه موټر پر شاو خوا ولاړ او ناست او نظريې ورکوې . وروسته چي باران زيات سو نو بيکاره کسان ټوله په خپلو موټرنو کي ناست وه. زموږ تر بس پرته نور سواري د لاريو په سيټانو، جنګلو او يا پر بارونو سربيره ځانونه په پټوانو، شړيو او بړستونو کي پيچلي وه .  

  زما دنده معلومه وه . ځان مي مکلف ګڼۍ چي په دغه دښت او سارا کي د ټولو نابلدو خلګو په منځ کي چي هر ډول کسان پکښې وه ، د خپلو پارسيبانو چادرۍ والو ساتنه وکړم. ځګه نجلۍ مي یې خپل خيالي ناموس ګاڼه. کله چي به پر دښتونو باران نه اوريدۍ، نو به مي په دا سې شکل پر هغوي پيره کوله چي را پوه نه سي. ځکه بيريدلم چي په زړه کي يې څه ور ونه ګرځي. خو کله چي به باران سو،  نو به مي په بس کي دننه له هغوي څخه ليري د يو چا سره ځان په مجلس اخته کړۍ و. د ماشومانو ژړاوي او د ښځو شکايتونه او ښيراوي ډير سوي وې . خو زړو ښځو به هغوي ارامول او ورته ويل به يې:

 " خولې مو په خير پريکوۍ. د مځکي او اسمان تر منځ را ګير يو، د خداي ناشکري مه کوۍ، چي په دغه دښت کي د خداي په غضب اخته نه سو." يوې بوډۍ وويل:

  " ټوله لار پاته ده . موږ تر اوسه په ښارصفا کي يو . د يوې خوا لاره خراپه ده او د بلي خوا اسمان را ته په قهر دۍ. لکه چي غرقوي مو . زه خو وايم بيرته مو دي خپلو کورونو ته بوزي بل وخت چي هوا ښه او لاره سمه سي بيا به ولاړ سو ، خداي د کراري مل دۍ. " نورو پر وخندل، خو هغې ټينګارکاوه . دري، څلور ساعته و ځنډيدلو . زموږ د موټر زياتره سواريان په موټر کي ناست وه . په دغه وخت کي زموږ کلينر را غي او زيرۍ يې راووړ چي هغه بند موټر په خير تير سو او لاره مو په ډبرو جوړه کړه . د خيره حرکت دۍ . نيم ساعت وروسته زموږ موټر وان موټر ته کيلي وا چول او د بس ټر، ټر پورته سو. په سوارليو سا ننوتله او د خير دوعاګاني يې کولې. ورو، ورو د سړک عيبي ځاي ته ورسيدلو او په بسم الله ګانو تر هغه تير سو. کلينر د " ځه د خيره" ږغ وکړ ، موټروان ټينګ اکسليټر ورکړ. د سواريو وضع بيرته ښه سوه.

  په هغو وختونو کي به زياتروکسانو په دغسي سفرونو کي له ځان سره د خورک شيان اخيستل، نو چا له لوږي شکايت نه کاوه . خو لاره ډيره خراپه وه او ټولو سورليو د ړندو غوندي ځانونه په چوکيو او کړکيو پوري ټينګ نيولي وه او د موټر جمپونه يې نيول. شپه وه، ټول پټه خوله وه . يوازي به د کوم ناروغه يا زاړه ټوخې واوريدل سو . ماشومانو او ځوانانو د موټر په همدغه دريزيدلي او لړزيدلي حال کي خوبونه کول. سوارلي په يوه شي ډير خوښ وه چي په دغو دښتونو او غرونو کي يوازي نه يو، بلکي د شلو ديرشو موټرانو کتار په يو بل پسې راون يو .

  د سهار په سپيه داغ کي کلات ته نيژدې څو سماوارنو ته ورسيدلو . موټران يې هوټلانو ته ودرول. نارينه ولاړل او په هوټلو کي کښينستل ، خو ما ته زړې چادريوالي وويل:

  " زويه ! زموږ سره نارينه نسته .اوس خو مو نو ته محرم يې. اول خو موږ دواړي يوه ګوښه ځاي ته بوزه . " ما پر سترګو ورته وويل. دوي له موټره را کښته او په ما پسې سوې، ځاي مي دمخه پيدا کړۍ و . هغه ځاي ته مي ورسولې. ما ورته وويل، زه به خپل پټو درکم ، خو هغې وويل، نه زويه لرو يې. دوي د دوکانو شاه ته تيري سوې او ما پيره کوله. هغوي مي بيرته په خير تر موټره ورسولې. زړې را ته وويل:

   " زويه موږ هوټل ته نه سو تلاي، که يو چا ته ووايې چي موږ ته شیدې او ډوډۍ راوړي. ما بيا هم پر سترګو ورته وويل . ولاړم د سماروار چي په يوه شاګرد مي ډوډۍ ورته را وړه. ما ورته وويل:

  " که زه ولاړ سم خپله ډوډۍ وخورم تاسو خو به نه بيريږۍ. " هغي ځواني وويل،  " کشکي دي خپله ډوډۍ هم را اخستې واي."

   تر دغه وخته مي د هغي اواز نه و اوريدلۍ. خو داسي شرنګی يې و چي د زړه زنګ يې اخستۍ .تر لتا منګيشکر يې اواز په کمه نه و . اريان سوم او په زړه کي را وګرځيده چي دغه شان خوږ او زړه وړنکۍ ږغ خو يوازي زما د هراتۍ چادري والي له ښايست سره ښايي. دهغې له خبري څخه داسي و پوهيدلم چي زه نه يم ور سره، دوي لکه چي پريشانه وي. نو مي ورته وويل: " ژر را ځم." ولاړم او يو څو وچي ډوډۍ او شیدې مي را واخستلې او بيرته موټر ته راغلم او پر خپل سيټ کښينسلم او په دې توګه  زما او د دوي تشويشونه له منځه ولاړل. سفر په همدغه ورو سرعت ادامه وموندله.

 غرمه کلات ته ورسيدلو. موټر يې د خپل شناخته سماوار مخي ته ودراوه . موټر وان د موټر کلي جيب ته کړه او موږ ته يې مخ را واړوۍ  و يې ويل:

  "دغه هوټل په ټوله کلات کي مشهوره دي ښه ډوډۍ ورکوي. " کلينر يې مخا  طب کړ:

  " زويه د شاو خوا واوري ويلي سو وې. نور نو پسرلی دي زياتي. هغه بله ورځ کوچنۍ څيله هم ووتله. دغه دۍ امني و بامني هم پر وتلو دي ، د ژمي ان تمام دۍ . تر دغه ځايه خو ښه را ورسيدلو او نن هم ټوله ورځ لمر و . خو موټروانانو ويل چي نوره لاره نو تر کابله خراپه ده . پلونه او سړکونه اوبو وړي دي لکه چي بيا د پروسږ کال د پسرلي غوندي اوږد سفر په مخ کي لرو. سورلۍ خبري که چي ازوغه مزووقه چي په مخه ورځي، نه دي تر تيريږي، پر لاري وږي پاتي نه سي. "

  ما خپلو زنانه مسافرانو ته وويل چي ډوډۍ به ورته را وړم . که دباني ځي چي بو يې زم. خو مشري وويل:

 " زويه داسي ښه لمر دۍ موږ به هم ور کښته سو. " را کښته سوو. زه پخوا لا په کلات کي بلد وم . دوي مي يوه داسي هوټل ته بوتلې چي د زنانه و لپاره يې ځاي درلود . خو دا ځل موږ په حقيقت کي په يوه کاروان کي سفر کاوه . نو دوي ته مي بيل ځاي نه سو موندلاي، دغه خبره مي مشري ته وکړه . هغې وويل :

  " خير دۍ زويه ته خو نو اوس زموږ محرم يې . په يوه ګوښه کي به يو ځاي ډوډۍ سره وخورو . " ښه ګوښه ځاي مي پيدا کړ ، ډوډۍ مي را وغوښتل . دوي مخامخ سره ناستي وې. مخونه يې لوڅ کړي وه ، خو ما يوازي د مشري مخ ليد لاي شو. د زړه درزا مي ځکه پيل سوۍ وه چي هغه زړه زما هراتۍ چادري والي ته ورته وه. ته به واي يې مور يې وه . نو مي ځان ډير هوښيار نيولۍ و . ما ويل، داسي کار را څخه ونه سي چي لاسته را وړۍ اعتبار مي زيانمن سي. نو ښکاري غوندي ناست وم چي په يوه تر څ کي د خپلي ځواني چادريوالي مخ ووينم . ډوډۍ وخوړله سوه مشري د پيسو خبره داسي را سره حل کړه چي ما ته يې پنځوس افغانۍ را کړي او را ته ويې ويل:

  " زموږ خرڅ کوه چي خلاصي سوې نوري به درکم. " ما نا و نې وکړه،  چي يعني پيسې به زه ورکم، خو هغې ټينګار وکړ او ما هم نور څه ونه ويل، ځکه احتياط مي کاوه.   

  کله چي ډوډۍ وخوړل سوه او زه د هوټلي سره په حساب اخته وم ، نو ځواني چادريوالي ګواکي ځان بيغمه ګڼۍ او بيباکه ناسته وه . کله چي مي د هوټلي سره کار پاي ته ورسيدۍ نو مي غير ارادي ځواني ته سترګي واوښتلې . خو د هغي مخ سم دم لوڅ و . ښايي غوښتل يې چي په پاي کي ځان را باندي وويني. ځکه اوس خو نو د ټول موټر سورليانو د دوي د کور سړی ګڼلم . ما هم هغه سمه دمه وليد او سترګي په سترګو سو. زما له لاسه پيسې ولويدلې ، هغه موسکې سوه او مخ يې پټ کړ.

  زه په ځان پوه سوم چي بيا بيسده سوۍ وم ، ځکه  ځوانه چادريواله پخپله هماغه هراتۍ چادري والا وه . هغه د چيني قوري عکس و . سترګي مي کښته واچولې او د هغوي په خدمت کي د سر او مال په قيمت ودريدلم.

  زه نو اوس بل سړی وم. له هغه وخت را هيسي چي دا مي  په پغمان کي ليدلې وه د يوه پوره عمر تجربه مي تر لاسه کړي وه . اول چي مي په پغمان کي وليدله خو بيسده سوۍ وم ، خو اوس دا ځل چي مي له نيژدي وليدله نو مي د بيسده کيدلو پر ځاي د پوره ژوند پروګرام جوړ کړۍ و.

  تر دغه وروسته نو ما ته ډير داسي فرصتونه په لاس را تلل، چي هغې ته مخامخ وګورم ، خبري ورسره وکړم. پياله ځني واخلم، ډوډۍ په لاس ورکم. ، مجلس ورسره وکم، ور سره وخاندم . د دوي په مجلس کي برخه ورسره واخلم. د دغو پيښو په جريان کي ما په وارو، وارو داسي ورته کتلي وه چي پکښي ورک سوۍ او دا هم را پوه سوې وه . خو خداي داسي وختونه هم را وستل چي خوشبو جاني به هم ما ته پټ،پټ کتل او ما به ليدلې وه او دا به موسکې سوې وه.

 په مجلسونو کي به هغي خپله عمه ، عمه جانه بلل او عمې به خپله وريره خوشبو جانه بلله ، د شپې به مي پر خوشبو جاني او عمه جاني  پيرې کولې او د ورځي به مي خوب پوره کاوه ، زما خدمتونو او ناموس دارۍ خو عمه زما دومره تر احسان لاندي کړې وه چي په پاي کي یې ما ته په درنه سترګه کتل.

  څرنګه چي خوشبو جاني د خپل نامه غوندي ټول موټر او دښتونه جنت غوندي خوشبويه اوروښانه کړۍ و، نو ما به په دغه روښنايي او خوشبويي کي خامخا خپل احتياط د لاسه ورکړي وي او عمه به مي په مينه پوهيدلې وي. ښه يې ويلي دي چي مينه لکه خوشبويي نه پوټيږي. خو داسي نه وه بلکي کله چي کابل ته نيژدي ، ميدان او وردګو ته ورسيدلو نو عمه د خوشبو جاني په غياب کي را ته وويل:

 " ستا دي پر ځواني برکت سي چي زموږ خدمتونه دي په اخلاص وکړل او زما له اعتماد څخه دي هم هيڅ سوي استفاده ونه کړل.  خو يوه خبره درته کوم چي زما سره به مرسته کوې. زما د خورځي ستا سره علاقه پيدا سوې ده او دغه خبره به د هغې ژوند له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ کړي. " ما غوښتل چي دغه خبره ښه معلومه کړم چي خوشبو رشتيا زما سره علاقه اخستي ده او که عمه يوازي زما په سر کي جوغه را وهي او غواړي چي زه تر پايه هم داسي بې اسرې د دوي خدمتونه وکړم . نو مي پوښتنه ځني وکړه :

  " عمه جاني ته د څه له مخي وايې چي خوشبو علاقه را سره لري؟  عمه موسکې سوه ويې ويل:

  " که رشتيا درته ووايم چي تا ډير احتياط  کړۍ دۍ. ځکه تا نه غوښتل چي د خپلو خد متونو عوض واخلۍ. خو خوشبوه زما د لور غوندي ده او پر لاس مي لويه سوې ده . دهغې په هر نفس او د زړه په اواز پوهيږم د خبرو او هر حرکت په تو پير يې خبريږم. زياتي يې څه کوې، خو زه هغي ته نه سم ويلا چي دغه خبره هيره کي . ځکه نو په دغه باره کي ستا مرستي ته ضرورت لرم . زه غواړم هغه داسي و پوهوي چي تا واده کړۍ دۍ او يا د بل چا سره مينه لرې. دغه به دي پر ما او هغې لوي احسان وي." کله چي ما له عمه څخه دغه خبره اوريدلې وه چي خوشبو زما سره علاقه پيداسوې ده . نو دومره خوښ سوم لکه پر يو چا چي پر دې دنيا د جنت زيرۍ وشي. غوښتل مي چي دغه خبري نوري بندي سي او زه دباندي ووزم او خلګو ته په لوړ اواز ووايم

  " مبارکي را کي عالمه      جانان مي واخستله زما خوار سلامونه " خو افسوس چي عمه له داسي خواشني کونکي خبري سره مخامخ کړم وم چي خوله مي وچه او دنيا را ته سور اور سوه . نفس مي  د هغه ناروغ په شان تنګ سو چي د نفس تنګۍ په ناروغۍ اخته وي. داسي په نظر را غله لکه ټوله دنيا چي يوه د اور کړۍ سوې او زما په غاړه کي را لويدلې وي. خو غوښتل مي چي عمه په ځان پوه نه کړم نو مي بيا هم ځان تکيه کړ او ورته ومي ويل:

  " ښه سو چي پخپله دي دغه خبره وکړه چي ما ستا د اعتماد څخه غلطه ګټه نه ده اخستې. خو که دا علاقه را سره ولري نو ولي وايې چي دغه به د هغې ژوند برباد کړي؟ " عمه اوف کړ او ويې ويل:   

   " زويه! موږ اصلا د روزګان يو ، خو ډير پخوا کندهار ته راغلي يو او نيکه ګانو مو د توپخانې په بازار کي ځاي خوښ کړي و او په همدې نيژدې ډنډ کي يې مځکي اخيستي وې. زموږ کورنۍ منوره ده . دغه دي ويني يې چي ورور مي خپله لور تر فاکولتې رسولې ده . "

  "  زموږ په کورنۍ کي  د خپلو قومیانو تر منځ د واده په کار کي يوه څه ازادي سته. خو خپلي لوڼي نورو ته نه ور کوو، ځکه موږ تجربه لرو چي لورګاني مو په خواريو اخته سوي دي او تر ورکړي وروسته نو بیا  څه هم نه سو کولاي . ځکه نور قومونه زموږ د رسم و رواج رعايت نه کوي او لور مو هغه ستاسو د خلګو خبره ده چي وايي په پردي اتڼ کښيوزي. په تيره بيا د خوشبو پلار په دغه کار کي ډير سخت ګیره دۍ. عام هزارګان که خپله لور پښتنو ته ورکي نو دونه خبره نه پيښيږي. که څوک کومه خبره هم پکښي وکي نو وايو موږ يې څه کوو، چي دوي سره خوشاله دي نو موږ څه خاشې پکښي ما ته ؤ . خو جعفر علي خان د قوم مشر او په شورا کي د خپلي ولسوالۍ وکيل دۍ. که دده لور بل قوم ته واده سي نو دی به په قوم کي خپل اعتبار د لاسه ورکي ."  ما ورته وويل:

  " نو جعفر علي خان ولي تر نورو خلګو زيات بد وړي ." عمه مي خبره ونيوله:

  " تا ته خو معلومه ده چي موږ هم ستاسي غوندي افغانان يو او د اوو، اتو سوو کلونه را هيسي د وطن د دفاع او ابادۍ په کار کي د نورو قومو سره يو ځاي ولاړ يو. ټول غمونه او خوښۍ مو تل سره يو وې او دي. زه دغه خبري اکثره وخت په مکتب کي خپلو شاګردانو ته هم کوم. خو يو شمير کسان د خپلو کارونو د پاره زموږ پر ضد دغه خبره را پورته کوي چي موږ مغول يو او مغولو اووه ، اته سوه کاله پخوا په افغانستان کي ظلمونه کړي دي. "

   زه خو په دغو خبرو د تاريخ له مخي خبر وم ما دغه لوستي وه چي  مغولو خپلي لښکري پر دهه، صده او هزاره تقسيم کړي وې. او د افغانستان هزارګان د مغولو يوه " هزاره" ياني يوه فرقه وه  چي مغلو د خپلو مهمو کارونو لپاره دلته پري ايښي وه او يا ځني پاتي سوې وه . او هزارګان هماغه مغولان دي. ما به لا بله پوښتنه کوله خو عمه وويل: خوشبو جانه اوس را ويښيږي. ما تا ته خپله د زړه خبره وکړه او کله چي کابل ته ولاړ سو نو د هغي له ژونده د عمر لپاره ووزه ، که نه خوشبو جانه به له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ سي. ما ها او نا ور ته ونه ويل او خبره هم داسي پاتي سوه او خوشبو جانه په رشتيا را ويښه شوه .

    موږ د خپل سفر پر پنځلسمه ورځ ماپښين کوټۀ سنګي ته ورسيدلو . بيله دې چي له دوي څخه پوښتنه وکړم ، په تلوار ولاړم او ټکسي مي را وستۍ. د ټکسي په مخ کي ناست وم او د يوه ساده ځوان غوندي مي دوۍ ته بلنه وکړه چي موټر ته وخيژي. کښته سوم او دروازه مي ورته خلاصه کړه . عمه زړه و نا زړه وه، ځکه هغې خو غوښتل چي کابل ته ورسيږو بايد د خوشبو جاني له ژونده څخه ليري او ځان ځني ورک کړم . خو ما غوښتل چي له اوله سره يې کور ووينم . خو نه مي غوښتل عمه جاني ته دغه انتباه ورکړم، نو مي وويل:

  " نوي ښارته د خپلوانو کورته ځم ، راځۍ تاسي به هم ورسوم بيا به زه پخپل کار پسي ولاړ سم. عمه ولاړه وه ، حرکت يې نه کاوه ، غوښتل يې چي کومه بهانه پيدا کړي خو خوشبو جاني وويل:

  " ښه وايې موږ هم ښار نو ته ځو. موږ به ورسوي. عمې نور څه نه سو ويلاي سپاره سول. زه هم د موټروان سره کښينستم او اه و نا مي نه ايستل. د نوي ښار جامع مسجد تر شا په دريم سړک ننوتلو ، هلته مو پنځم کور ته موټر ودروۍ . دوي کښته سول، عمه جاني ما ته ست وکړ خو ما ورته وويل چي خپلوان به مي ډير پريشانه وي ځکه خبر وه چي ما د حوت پر شلمه له کندهاره څخه حرکت کړۍ دۍ. رخصت مي واخست.  

    زه خبر نه يم چي عمه به د هغه مجلس په اړه خوشبوه خبره کړې وي چي موږ د هغې په غياب کي کړۍ و، که نه . خو ما له ځان سره وويل چي زه بايد ځان په دغه معامله بې خبره واچوم چي د خوشبو پلار به زموږ له واده سره مخالف وي. څه خداي را باندي ايښي دي چي کڼو ته غوږونه ايږدم.

  ما کوم بستر يا بل دروند شي نه درلود ، نو مي موټروان ته وويل چي د نجونو فاکوتي ته ځم. ځکه زه له هغوي سره د مجلسونو په جريان کي پوهيدلۍ وم چي خوشبو جانه په نوي ښار کي د نجونو د حقوقو په پوهنځي کي ده . زه يې فاکولتې ته بوتلم . هلته مي ټکسي رخصت کړ . په غير ارادي توګه د فاکولتې پر شاؤ خوا د زيارت غوندي وګرځيدم . ټولي لاري مي وليدلې او بيا نو په بيغمه زړه په خپل کار پسي ولاړم.

                                      *     *    * 

  زه د څو ورځو راهيسي د دوي د کور پر شاو خوا ګرځيدم . خو خوشبو د حمل د لمړۍ هفتې په منځ کي له کوره را ووتله او د فاکولتې پر خو ا ولاړه . ما نو اوس هغه ښه پيژندله . د هغې حرکات او تګ مي په زړه کي ناست و. پر لاري مي ځان په وليدۍ. وروسته په يوه کوڅه کي ورسره ملګرۍ سوم . دا ډيره ډاریدله چي څوک يې ونه ويني . ما يو کاغذ په لاس ورکړ چي په هغه کي مي د راتلونکي ملاقان ځاي او وخت ليکلۍ و. زه له هغې څخه ليري سوم. کاغذ ي ولوستۍ . ور نيژدې سوم ښه يې را ته وويل او په مخه ښه مو سره وکړه .

  ورسته مو ملاقاتونه منظم سول . ځني جمعې چي به دې امکانات درلودل په ښار کي ګرزيدلاي شوو. په اوړي کي يو څو واري هغه ځاي ته ولاړو چي ما هغه د لمړي ځل لپاره ليدلې وه . په لمړيو ورځو کي خوشبو جاني داسي فکرکا وه چي ما و دې يو د بله د کندهار- کابل په سفر کي سره ليدلي دي. خو وروسته ما خپله ټوله کيسه ورته وکړه . ددې نوره هم مينه راسره زياته سوه او يو ځل يې زما پر غمونوو وژړل ، هم. ډير وخت وروسته کله چي ښه مو سره پيژندلي وه يوه ورځ چي ددې امتحانونه پاي ته رسيدلې او کاميابه سوې وه ، پر لاري مي ورته وويل:

  " تر څو به داسي پټ، پټ سره ګرزو او ته به د لباس په تغيرد خپلي چادرۍ پر ځاي په بوغره کي زما سره  وينې. بايد د خپلي ايندې په اړه پريکړه و کړو. " خو هغه د خوشالۍ پر ځاي ژړه غونې شوه . ما خپله خبره بيا ورته تکرار کړه ، خودې ته ژړا ورغلې وه او جواب يې نه سو را کولاي  خو ما ورته وويل:

 " ما ستا په باره کي کور خبره کړې ده ، هغوي وايي چي ځاي را وښيه چي موږ اول د ښځو مرکه ور واستوو. "  خو دې جواب را نه کړ او ويې ويل ، چي کور ته د تګ وخت يې دۍ. خبره پاتي سوه . بله ورځ مي بيا همدا خبره ورته وکړه ويې ويل:

  " موږ تر خپلو مينځو د واده په اړه دونه مشکلات نه لرو ، خو پلار مي د  نورو قومو سره د واده ډير مخالف دۍ. حتي بيريږم که مي پلار زموږ په ارتباط خبر سي ښايي له درس ويلو به مي منع کړي. هغه به هيڅ حاضر نه سي چي خپله لور تر خپل قوم دباندي چا ته ورکړي. "

  دواړه ډير متأثر شوو، خو ما ورته وويل . غر که لوړ دۍ پر سر لار لري، توکل پر خداي دۍ. "

  ما په دې اړه يو بشپړ  پلان جوړ کړۍ و . ځکه زه له هغه وخت څخه چي عمه د خپل ورور د عقيدې په باره کي را ته ويلي وه د مسالې په ستونځه پوهيدلۍ وم او په دې اړه مي مطالعات شرو کړي وه . نو مي خپل کار سخت کړ. خو د خوشبو جاني سره تر وروستنيو خبرو وروسته به مي نو هغې ته د  خپل کار په اړه معلومات ورکول او هغه به ډيره خوښيدله .

  ما پخوا لا د ادبياتو په پوهنځۍ کي د تاريخ څانګه غوره کړې وه نو د هزارګانو په باره کي مي له استادانو او پوهانو څخه زيات معلومات ترلاسه کړي وه. ما به د خپلي مطالعې مواد هم له هغې سره شريکول. او خوشبو جاني زياته علاق اخيستې وه .

                                  *     *       *

  هغه وخت چي موږ اول فاکولتې ته راغلي و نو مو د کابل او نورو سيمو په تقليد ځانونو ته تخلصونه غوره کړل. ما ته مي همصنفيانو پښتونيار خوښ کړۍ و . ځکه ما به هر يوه ته ويل ، ياره څه ووايم. ياره داسي يې نه بولم . ياره ، را ځۍ چي ځو او نور . مانا دا چي په هره خبره کي به مي ياره ورسره اضافه کول . نو زما تخلص پښتون يار کيښودل سو. خو په پاي کي يې پښتون تللۍ و او يار پاته سوۍ و. زياتي نو زه يار سوم . خو رسمي تخلص مي پښتونيار و.

  د ژمي  په رخصتي کی په کندهار کي وم . موږ د کابل د پوهنتون محصلان به يو ځاي په هوټلونو کي سره کښينستلو، يو د بل په کورونو کي به مو ميلمستياوي سره کولې او کله کله به د سپو جنګ او يا د ټاټکو د ميلې لپاره دښتونو ته وتلو او ورځ به مو هلته تيروله .   

  په کندهاي کي ډير ځوانانو د قزلباشانو سره ملګرتياوي لري. يو ځاي سره کښيني او ميلو ته سره ځي . هم دا ډول کندهاريان د خپلو هندو اشنايانو لخوا د ويساکي او نورو ميلو ته بلل کيږي .

   يوه ورځ مو د ټاټکو ميله جوړه کړې وه . شل، پنځه ويشت کسان و . موږ خپل قزلباش ملګري هم را بللي وه. زياتره له موږ څخه بايسکلان درلودل . هغوي چي بايسکل يې نه درلود ، نورو ور سره اخستل . د څاښت مهال مو حرکت وکړ . د حضرتجي بابا تر زيارت او مسجد تير شوو. د ښار د شمال خواته اديرو ته ووتلو. تر ادیرو یا قبريستانو تير سوو او دښت ته ورسيدلو. له بايسکلانو څخه کښته او په دښت کي تيت سؤ، په ټاټکو پسي مو کتل .

   څو تيري ورځي بارانونه سوۍ و . مځکه لنده وه د د ښتونو شينګياو له هري خوا سرونه را ايستلي او مځکه يې زرغونه کړې وه .  ژړو ګلانو هم دلته او هلته د شنو مځکو په ښکلا کي برخه اخستله . ځوانانو او ماشومانو ټاټکي را کښلې . چا سپينولي چا له پوستوکو سره خوړلې.  

  دوه مشرانډيوالان د ديګ په کار  اخته سول، خو نورو د خپلو جيبو شيان خوړل او يو بل ته يې ورکول . څه وخت وروسته توپډنډه پيل سوه او موږ څو کسه چي د ډبرو د ديګدان له اړخه ناست و پر چايو مو مجلس کاوه . له هغي خوا يو ځوان را غۍ او موږ ته يې شکايت وکړ. ويې ويل:

  " دوي ما په توپډنډه کي نه پريږدي وايي، ستا ښه نه زده ." ما هغه پخوا هم ليدلۍ و. پيژندۍ مي چي د قزلباشانو سره راغلۍ دي. يوه ځوان ته مي ورږغ کړه چي له ده سره ولاړ سي او هغوي ته ووايي چي دی په توپډنډه کي پريږدي. " هغوي ولاړل خو ما ته زموږ د کوڅې يوه دوکاندار وويل:

  " د هغوي کله له دغه سره وينه ګډيږي ." ما  ورته وويل، " ولي" . هغه را ته وويل:

  " تاسي هم عجبه خلګ ياست. زه مو وينم چي ناسته ولاړه مو د پارسيبانانو او هندوانو سره ده . يو هزاره کم و هغه هم شکر دادۍ پيدا سو. زما د مکتب د وخت همصنفي چي وروسته په تجارت اخته سوۍ و ورته وويل:

 " موږ خو لا د دوو قومو څخه انډيوالان لرو خو په هندوستان کي په هر هوټل، په هره واده ، په هره ميله کي د شلو ديرشو قومو کسان سره ناست وي. "

 محمد نبي د مکتب د تاريخ معلم وويل:

  " ښه نو هر ملک خپل رسم و ررواج لري. زموږ خلګ هزاره مغلان بولي چي د افغانانو تاريخي دښمنان دي. زه د شعرو يو کتاب لرم په هغه کي د مغلو او افغانانو د دښمنيو په باره کي ډير شعرونه سته .

 مثلا خوشاخال وايي:

   چي په نام پښتون غوڅيږي پري خوښيږي

     اورنګ زيب هسي پا چا دۍ د اسلام

  همدا ډول ډير نور شعرونه او متلونه سته . "

  ما دده د نورو خبرو مخه ونيوله ورته ومي ويل:

  " ته خو پخلپه د تاريخ ښوونکۍ يې هغه وخت چي بابر وکولاي سوه د افغانانو په مرسته د هند د سوريانو شاهنشاهي ونيسي نو يې د مغلو امپراتوري جوړه کړه چي څو پيړۍ يې دوام وکړ. په دغه وخت کي افغانستان د تجزيې په حال کي و. ختيځي خوا وي يې د هندي مغلو په لاس کي وې. نو هندي ګورګاني پاچاهان لکه اورګزيب او نور د خپلي پاچهۍ د ساتلو او پراخولو لپاره د پښتنو سره مخامخ وه. خو دغه زموږ د وطن په هزارګانو پوري هيڅ اړه نه لري. " خو معلم صاب وويل:

  " ستا خبره خو سمه ده خو زموږ خلګ ، هزارګان مغل بولي. او ښه يې نه ځني کيږي...."

   په دغو وروستنيو کلنو کي يو ډول معلمان او مکتبيان پيدا سوي وه چي ځانونه يې ترقيخوا بلل ، خو نورو به مترقيان ورته ويل. زموږ سره په مجلس کي د دغي ډلي يو مامور ناست و، هغه وويل:

  " معلم صاحب ستا خبره خو رشتيا ده چي ځني خلګ ددې کبله هزارګان نه خوښوي چي وايې چنګيز خان يا اورنګزيب پر اوغانانو ظلمونه کړي دي....." په دغه وخت کي زموږ مجلس هغه مشر انډيوال پاي ته ورسوۍ چي ډوډۍ يې پخول . هغه د "ډوډۍ تياره ده"  ږغ وکړ. له دغه زيرۍ سره شلو، ديرشو ځوانانو او ماشومانو حمله را وړله او زموږ مجلس يې  تاش په تاش کۍ .

   ما خپل چرمي بکس پرانيست ، دوه لوي زاړه پټوان مي را وايستل چي ډوډۍ پر وخورو. په څو لويو کاسو کي ډوډۍ ميده سوې ، مشر غوړه ښوروا پر واچوله. تاوده تو ښونه يې پورته سول اوا اشتها پارونکۍ بوي د وږو ځوانانوسږمو ته ورسيدۍ. ټوله پوړمخي پر کاسو پريوتل او تر اخيري ګولې پوري يې غړچ وهلې. په کاسو کي ټاکلۍ مقدار غوښي د بل يورش سبب و ګرځيدۍ. خو مشر ږغ وکړ:

  " دلته سړی ګوره، برخي ويشه نسته ، هر يو به پخپله انصاف کوۍ." ډوډۍ وخوړل سوه. ځوانان او ماشومان خو ډير ستړي وه . دغه ډول غوړي او خوندوري ښوروا ، غوښو او غوړو لمانو بيسده غوندي کړل. خو پستې وږمې او ښې هوا بيا وهڅول چي خپلو لوبو ته ادامه ورکړي. څو کسه يې د ټاټکو په لټولو او را کښلو اخته سول . خوند يې ور نه کړ ، ماړه وه . نو يې مخ پر لوبو ونيوۍ. بيا يي هم په يو بل پسي ځغستل او توپډنډه يې کوله . خو موږ ته توري او شنې چاي تياري سوې. چايو تر ډوډۍ هم ښه خوند کاوه . معلم صاْحب وويل:

  " زموږ مجلس خو د دستشوي او ګډوې ساز له مينځه وړۍ و، خو زياتي پوښتني او جوابونه لا سته او مامور اغا خو بيخي لړمون پوخته پاتي سوۍ و . " نو د چايو خوړلو په جريان کي مامور بيا خپله خبره تکرار کړه ويې ويل:

" ښه، معلم صاحب خو وايې چي خلګ له هزارګانو څخه په دې يا هغه دليل بد وړي ، خو عجبه خبره داده چي په امريکا کي د ټولي دنيا د نفوس نمونې سره را ټولي سوي دي. لکه پخپله د امريکا اصلي سره پوستي هنديان ، اروپايان، افريقايان، ژړپوستي ، تور پوستي، عيسويان، مسلمانان ، هندوان او نور ژوند کوي ، خو ټوله ځان امريکايان بولي. هغه دۍ ويني ياست يې چي تر ټولي دنيا پر مخ تللي دي . ښه هغوۍ خو به لا پريږدو  د هغوي د پر مخ تګ سره ځان نه سو برابرولاي  خونژدي هندوستان وګورۍ له ازادۍ اخستلو څخه يې شل کاله هم نه کيږي، خو په سيمه کي لوي اقتصادي ، اجتماعي او نظامي قوت دۍ، ولي؟ ځکه چي ټوله ځانونه هندوستانيان بولي. يو موټۍ دي . موږ و ګوره چي د دنيا تر ټولو ملکو ورسته پاتي يو. يوازي يو څو قومونه يو او د زرګونو او سوو نو کلونو را هيسي يو ځاي ژوند سره کوو،خو موږ ځانونه په يوه يا بله بهانه، يو له بله سره جلا کوو او په دغه خوشاله يو چي شکر موږ پلاني قوم يو، هغه بل خداي وهلۍ پلانی کام دۍ. موږ اصيل يو هغه بل کم اصله دۍ . ...  " زموږ مجلس به لا توديدۍ چي ستړي او بيا هم وږي ماشومان او ځوانان را ته ودريدل. يوه ماشوم وويل:

 "  را ځې چي ځو کور ته " ټولودا خوښه کړه. 

                                           *    *      *  

   ما او خوشبو جانی په کندهار کی د یو بل سره د لیدلو کتلو ستونزي درلودې. ځکه زموږ کور د شاه با زار د بامیزو په کوڅه کي او د خوشبو جانی هغې په نوي ښار کي و . په لمړي دیدن کي مو د راتلونکو لیدلو لاري چاري وسنجولې . هغه داسي چي دا به په خپله هراتۍ یا د کندهار د پارسیبانانو په چادري کي تر هرات دروازې پوري را تلله او هلته به د  پاتاو پر غاړه د پارسیبانانو په کوڅه ننوتله . ما به له پخوا لا هلته انظار ایستۍ . همدا د پاتاو غاړه به مو واخستله او د سدوزو تر دهنې  پوری بې خاره تللاي او مجلسونه کولا سوای. ځکه د محل خلګو خپل پارسیبانان ګڼلو او کومه خبره نه وه .

زموږ خبري خو په عمده تو ګه د خوشبو جانی د پلار د مخالفتونو د لیري کولو د لارو چارو موندل وه. د هزاره ګانو په اړه خو می د مځکي او اسمان کتابونه لوستي او هم مي د استا‌‌دانو سره خبری او مباحثې کړی وې . په دې اړه ما خوشبو ته پوره معلومات ور کړۍ و. همدا ډول مي  د ژوندون او طلوع افغان څلور، پنځه شمارې ور کړی وې چی خپل پلار او دوستانو ته یې وکړی . په دغو کي مي د نویو تاریخي موادو څخه په ګټه اخستلو د هزارګانو په اړه مقالې لیکلی وې. دغه مي د پښتونیار په نامه خپرولې.خوشبو دغه نشرات تر هر چا لمړی عمه جاني ته ورکول او هغه په پوره توګه زموږ د واده سره موافقه سوې وه .

 خوشبو جاني د لمړی ملاقات په پاي کي را ته وویل:

  " دغه ډول ملاقات هر وخت نه سو کولای.... " ما یې خبره ونیوله:

  " په دې باره کي مي فکر کړۍ دۍ . ته خو هر وخت د سدو زو په دانه  کي د خپلي خاله کور ته ځې . هره ورځ کیدلاي سي چي سره ووینو ." نوره نخشه مي هم ورته وویل:

  بله ورځ د سدوزو کوڅې ته ورغلم. د شاه با زار څخه د قبلې خوا ته د سدو زو په کوڅه ننوتلم . په لمړیو دو کانو کی د دیګ مساله جات لکه کورکومن، میده او نا میده سره مرچک، تور مرچ، د ورجو پخولو مساله،  نوکریځي ، ډول، ډول نور مساله جات خرڅيدل . له هري خوا مي ښه بویونه تر سږمو سول. کله چی لږ مخ ته ولاړم نو د سرو کړو مایانو اشتها پارونکو بویونو ټوله سرپوښه کوڅه نیولې وه . څو ګامه وروسته د لرګیو دودانو ته و رسیدم او برابر د ماهي والا دوکان ته ودریدلم.

 هلته په يوه لويه کړايي کي چي قطر به يې اتيا سانتي و، لوي او کوچني ماهيان په غوړو کي خوټيدل. ماهي والا به يو، يو پلا په يوه لوي قفګير کي په غوړو کي سره سوي ماهيان را پورته کړل، چي غوړي به تر څڅيدل . يو څو شيبې به يې همداسي نيولۍ و چي غوړي يې په کړايي کي وننيږي، بيا به يې نو يوه چا ته په ډوډۍ کي ورکړل. د دوکان په پاي کي څو کسه معمره کسان ناست وه او په رويي غابونو کي همدا مايان ورته پراته وه ، خوړل يې. دوکاندار ته مي وويل دلته يې خورم. پوښتنه يې را څخه وکړه د څو روپو. په وزن نه وه، ورته وايې به چي د دومره روپو هغي ور واچوه . ما هم د ښو درنو ماهيانو فرمايش ورکړ. د پنځو روپو مي ځکه وغوښتل چي زه ښا يي ډير ځله راسم او هر ځل ډير عمر کښينم. کله چي به هر ځل دلته راغلم نو به مي په کوڅه کي شاوخوا وکتل تر څو د يوې زړې بوغره والي ميرمني په لاس کي به مي ټاکلۍ دوسمال وليدۍ چۍ يوه بله همداسي زړه بوغره والا ښځه به ورسره وه . بيا به دوکان ته دريدلم او فرمايش به مي ورکړ .

  په دغه لمړي ځل هم کله چي زه دوکان ته ودريدلم، بوغره والي را غلې زما له اړخه ودريدلې نو ما ماهي والا ته پنځه روپۍ ور ايسته کړې. ما بوغره والو ته نه کتل ځکه فايده يې نه کول، مخونه يې پټ وه ، خو خوشبو جاني زه ليدلاي سوم. موږ ډير احتياط کاوه . زه د دوکان دننه ته پورته سوم . کله چي زما ماهيان پاخه سول، ځان مي په اخته کړ. خوشبو جاني خو زه ليدلاي سوم، د هغې کار سوۍ و. خو زه هم داسي محروم پاتي وم. يوازي مي د هغې بوغرې او حرکاتو ته کتل. څرنګه چي بوقره یې زړه وه نو دا هم زړه غوندي ايسيدله نو چا توجه نه ورته کوله. د خوشبوه جاني خوار خوانده د دوکاندار سره په چنو او خبرو اخته وه . نو خوشبو جاني وخت درلود چي په ما ځان وويني. د بوغري پلو يې د پخو ميرمنو غوندي پورته کړۍ و، خو مخ يې پټ و او يو ، يو ځل به يې ما ته را ښکاره کاوه . په دغه شان مو نيژدې نيم ساعت ديدن او نيم ديدن سره وکړ.

                                      *    *     *    

زما اکا ګان ماړه تجاران او معتبره خلګ وه . د هغوي ناسته ولاړه د ښار د نورو تجارانو ، باغدارانو، مولويانو، معلمانو،مامورانو د پوهنځيو د استادانو او نورو سره وه . د هغوي له جملې څخه پنځه،  شپږ داسي کسان وه چي دونياوي يې ډيري او په عين حال کي په اصطلاح مردم داره خلګ وه . دوي به په ګډه ميلې ، ښکار او مسافرتونه هم سره کول. کله ، کله به يې په نوبت لويي ميلمستياوي جوړولې، خپلو يارانو او دوستانو ته به يې بلنه ورکوله . کله چي به زموږ د کور نوبت و نو به تر ډوډي خوړلو وروسته زيات شمير کسان خپلو کورونو ته ولاړل او نورو به د شپې تر ناوخته پوري مجلسونه سره کول. زه پر خپلو اکا ګانو ډير ګران وم . زما په تعليم او تر بيه کي يې زيار ايستۍ و. ځګه زه يې د وفات شوي مشر ورور زوي وم او د بله پلوه په ټوله کورنۍ کي د درس او تعليم او بحثونو او خبرو شوقي نوۍ ځوان وم . ما ته به يې حتي چي ډير ځوان او هلکی وم ، په خپلو دغو مجلسو کي برخه را کوله. په دغو وروستنيو وختونو کي يې هم يوه ميلمستيا جوړه کړي وه .    

   زموږ په لويه سراچه کي يو ډيرلوي دالان و چي ديرشو، څلويښتو کسو ډوډۍ پکښي خوړلاي سوه. په دغه وروستنۍ ځل کي هم سراچه په ګيسي بجيليانو او څراغانو داسي روڼه نه وه چي تا به ویل سپينه ورځ ده . د شاه و خوا مځکو او دښتونو څخه حشراتو ملخانو، بوراګانو، غوماشو، مرغټانو حجوم را وړۍ و. کوچنيانو به ملخان نيول او د اورلګيت په خالي قطيو کي به يې اچول. د سراچې په پخلنځي کي ډوډۍ تياره سوه ، نو زموږ خپلوانو په غوريګانو، او چيني لوښو کي په احتياط دالان ته چلول . يو نری سترخان کوچنيانو او د ځينو نورو خپلوانو لپاره په برنډه کي اوار سوۍ و.

تر ډوډۍ وروسته مجلس شرو سو.  تل خو به په داسي مجلس کي تر نيمي شپو څه، چي ځني وخت به تر سپيدو داغ پوري د خداي ورسول خبري، د بازار، ښارونو، هندوستان، مسافرتونواو نورو کيسې کيدلې. کله به د پوهنځيو استادانو او د محل معلمانو اوږده بحثونه سره کول او نورو به غوږونه ورته نيولي وه . ځني وخت به په مجلس کي د محل دوه ټوکيان هم را بلل کيدل او هغوي به د مجلس په منځ کي د خندا وړ خبري او خوندوري ټوکي ټکالي کولې.

  په دغه شپه هم کله چي د ډوډۍ کار خلاص سو، نو مجلسونه او ټوکي شرو سوې. هغو دوو ټوکيانو ښې د خندا وړ خبري، بدلي او ټوکي وويلې. دغه شان مجلس يو، يونيم ساعت نور هم ادامه وموندله او وروسته کوچنيان او نور زيات خلګ خپلو کورونو ته ولاړل. زما مشر اکا چی ټولو حاجي اغا باله ، مشر ټوکي ته وويل چي همالته پاتي سي او ماته يې وويل چي دده کشر ورور ته د کور دپاره ډوډۍ او نور څه ورکه او رخصت يې که. په دالان کي يوازي اووه، اته کسه پاخه مجلسيان پاتي سول.زما اکا، حاجي اغا را ته وويل: " هلکه د شپې د مجلس د پاره د ښو ډيرو چايو او نورو شيانو غم دي اوس لا وخوره ، چي نن ښه مجلسونو سره وکو ." ما ورته وويل، چي بيغمه اوسي .

   په مجلس کي د هري خوا خبري پيل سوې. د بازار او ښار د وضعي ، ګرانۍ، د خلګو د شکايتونو، هندوستان، له پاکستان څخه د تجارانو د شکايتونو او نورو په اړه خبري اتري وسوې. وروسته د خلګو تر منځ د نفاق او دښمنيو مساله يو چا را پورته کړه. زما اکا حاجي اغا وويل:

  " دغه ټوله د پرنګي کارونه دي، تر اوسه په جنګ کي د خپلي ماتي بدله اخلي ، زړه يې نه سړيږي. " يوه جګ، چاغکي سپين ږيري سړي چي د معتبره تيترون کالي يې اغوستي او د جيبي ساعت د ځنځير کړۍ يې د صدرۍ په غوټه کي ټينګه وه، د حاجي اغا د خبرو په تائيد کي وويل:

  " د غزا د کال د کوچني شهيد په کيسه خو ټوله خبر ياست چي د پرنګي طرفدارانو يوکوچنی سيد وژلۍ، بدن يې سوری، سوری کړۍ و او بيا يې نو د سيد نور محمد شاه په تبيله کي تر انبارو لاندي ښخ کړۍ و . ددې لپاره چي خلګ تحريک کي چي د قزلباشانو پر ضد بلوا وکړي. " يوه سپيږيري مولوي يې خبره ونيوله او ورته ويې ويل:

  " هو، صفدر علي خانه دغه خبره زما په ياد ده . د پرنګي نو کرانو کوچنی شهيد له انبارو را کښلۍ او په بازارو يې ګرزولۍ و . خلګ را پورته سوه او په ښار کي د سني- شعيه جګړه شروع سوه . خو د قندهار علما ژر په پوه سول او فورا يې فتوا صادره کړه . هغه فتوا زما سره سته په هغې کي را غلي وه چي شعيه ګان کلمه وايې او د قران مجيد تلاوت کوي ، هغوي مسلملنان دي، شهادت يې قبليږي او نکاح ور سره کيږي. د هغوي وژل روا نه، بلکي د مسلمان قتلول دي . هغه و چي خلګ ارام سوه او سني او شعيه جنګيلان په سپين بولدک کي د پرنګي سره د جکړې جبهه خوشي نه کړه . " مولوي صاحب خپلي سترګي حاجي اغا ته واړولې او دواړو د افسوس سرونه سره وښورول.

   په دغه وخت کي هغه مترقي مامامور چي تيره هفته يې د ټاټکو په ميله کي د خپلي اصلي خبري فرصت نه و موندلۍ د حاجي اغا په اجازه د مولوي صاحب خبري تائيد کړې او اضافه يې کړه:

  " ستاسي خبري صحی دي چي پخوا پرنګيانو او د هغوي نوکرانو تفرقه اچوله او حکومت يې کاوه، خو اوس يې موږ پخپله سره کوو..." حاجي اغا پر ماږغ وکړ:" هلکه ټولو ته چاي وا چوه، ما مور صاحب ته هم چاي وا چوه، ښه مامور جانه تا ول اوس يې موږ پخپله سره کوو ، څنګه؟ " مامور اوچت کښينستۍ، لاسونه يې سره وموږل او بیا یې نو په بغلونو ومنډل او ويې ويل:

  " د هر قوم مشرانو خپل قومونه پر ځان را ټول کړي دي او ورته وايي، پلاني قوم پخوا پر موږ داسي وهغسي ظلمونه کړي دي اوس هم په مرچل کي را ته ناست دي، که موږ پخپلو کي سره يو نه يو او پر خپلو مشرانو را ټول نه يو، نو ولا که ښه ورځ ځني پيدا کو. دغه مشران په دغه ډول خپل ځانونه په قوم غښتلۍ کوي، خپل اعتبار لوړوي، رايې لاس ته وروړي او نور او نور...." دده خبرو ادامه لرله چي هغه مشر ټوکي چي حاجي اغا را ګرځولۍ و ، موسکۍ، موسکۍ کيدۍ. د حاجي اغا پکښي فکر سوۍ و ورته ويې ويل: 

 "هلکه سکندره ، خوله دي ولي مونجه، مونجه کيږي ، خبره خو نه ده درغلې" هغه ورته وويل چي نه حاجي اغا همدا سي . خو حاجي اغا ټينګ کړ ويې ويل ، زه خو تا پيژنم نا حقه نه خاندې ، ووايه" سکندر پخوا لا پر دوو کوتو ناست و . پر خپل خريلي مخ يې لاس تير کۍ ويې ويل:

" چي نه مي پريږدۍ حاجي اغا نو خبره داسي وه ، يوه رمه والا  د مازيکر مهال خپل مالونه ښار ته را وستل، ويې ليدل چي په يوه لوړه منار کي يو سړی ولاړ او لوي نارې وهي او نور خلګ هم ژر، ژر دغي او هغي خوا ته ځي. رمه والا خوار وار ختا سوۍ و چي ولله يو خبره پيښه ده . نو يې خوله د منارې خوا ته ونيول او په لوي اواز يې ږغ پر وکړ .اوو ، يو ځل ناري بندي که ، څه خبره ده . خلګ پر را ټول سول . له رمه والا  يې پوښتنه وکړه چي څه کيسه ده ، ولي نارې وهې. هغه ورته وويل، دغه سړی ناري ولي وهي او تاسي ولي وارختا ياست. خلګو پر وخندل، ورته ويې ويل ساده سړيه ، دغه طالب دۍ اذان کوي، رمه وتالا  ورته وويل، زما ميږو ته خو به تاوان نه لري ، خلګو پر وخندل او ورته ويې ويل ، نه بابا اذان ستا ميږو ته ولي تاوان کوي. د رمه وال زړه بیغمه سو بيا یې خوله  منارې ته ونيوله، ويې ويل:

  " ځه کوه يې خپل اذان دي کوه. " ټولو وخندل خو د پوهنځي استاد ورته وويل،چي اوس دي تر څشي پور درپياد سوه چي خندا درغلې وه ، ټوکي ورته وويل: " اوس تر دې را پياد سوه چي د قومونو اتفاق د قومونو د مشرانو ميږو ته تاوان کوي. ټولو وخندل. ټوکي وويل ولله د کندهار د جتانو د يوه مشر سره مي خبري کولي. هغه په خبرو، خبرو کي د خپل زړه خبره را ته وکړه ويې ويل، په هر ځاي کي جتان سته خو د کندهار جتان په ټولو کي بر دي . ما ورته وويل، ولي؟ هغه وويل ورسه د کندهار محبس وکوره زموږ په چتانو ډک دۍ. ټولو بيا وخندل خو يوه پوښتنه ځني وکړه چي سکندره ته جت يې ، هغه ورته وويل: " نه بابا زه پښتون يم ، خو خوار يم ولله خلک تر جت هم په سپکه سترګه را ته ګوري."

  په مجلس کي يو بل پوخ سپينږيرۍ چي څيره يې صفدرعلي خان ته ورته وه ، ښه لوړ او سپين پوستۍ سړی و چي د همدغه وخت د کندهار پر موډ برابر کالي يې اغوستي او د قره قل سور پوست يې پر سر و ، مخ  صفدرعلي خان ته واړوۍ. ویې ویل:

 " موږ هم هغه د سکندر خبره د خوارانو غوندي يو، تر هر چا بد تر يو، صفدر علي خانه ، په دغو خبرو کي ته ښه يې هغه دۍ د کندهار علماو خو د شعيه ګانو په ګټه فتوا در صادره کړې وه ، خو موږ وګوره چي هم شعيه او هم مغول يو . خو زموږ په باره کي هيچا فتوا ور نه کړه، هر يو وايې هلي هزاره دي ، شعيه دي مغول دۍ" ټولو وخندل او حاجي اغا ورته وويل: " نه وکيل صاحب ته خو تل زموږ په منځ کي د ډير قدر او عزت وړ سړی یې ولي داسي وايي. " د پوهنځي استاد مخ ما ته واړوۍ او ويې ويل:

" ګلانه تا خو په دغه باره کي ډيري نويشتې کړي دي . ستا يوه نويشته مي په طلوع افغان کي وويله، تا کښلي وه، دغه موضوع چي د افغانستان هزارګان د چنګيز خان د لښکري يوه زرکسيزه ډله ده، تر ټولو اول د ابوالفضل له خوا په ائين اکبري کي کښل سوې ده او وروسته راتلونکو مغولي او نورو مورخینو د ائين اکبري او يو بل کتاب چي نوم يې چشي و ، ها را پياد سو، جامع التواريخ ريشد الدين له قوله په خپلو نويشتو هزارګان مغل بللي دي ." وکيل مخ حاجي اغا ته واړاوه ويې ويل:

"  دوي ته ووايه چي نوري دغه خبري ونه کړي " هغه ورته وويل:     " ولي ، خوند يې در نه کړ " وکيل ورته وويل:

" ما ته يې هغه د پک خبره يا په ياد کړه . پک د خپلو همځولو ملګرو سره ناست و، يو پر بل يې ټوکي کولې. يوه وويل،" اوس به نو بيرته  خبره له سره را واخلو. بل په جواب کي ورته وويل،" تا نو هر څه چي دي وويل، هغه وايې، د خبري سر و پاي دي نه معلوميږي." دريم ورته وويل، راسي داسي به وکو چي نه به خبره له سره را اخلو او نه به د خبري سر و پاي ورکوو. راځۍ يو پلا به سر معلم او يا سر کاتب ته ورسو چي زمو سر په خبره را خلاص کړي. " پک ورته وويل . ګورۍ په يو څو جملو کي مو شپږ واري سر، سر ووايه نوري خبري مو نه دي زده. اوس نو هم هر يو په خپلو خبرو کي د مغول نوم خامخا يادوي. " ټولو و خندل ، پخواني معلم صاحب وويل:

   "حاجي اغا د ګلان نويشتې ما هم ويلي دي. خو د وکيل صاحب په اجازه به زه هم يو پلا د مغول نوم پکښي ياد کم. چاره نسته . ما د ګلان له نويشتې داسي مقصد اخستۍ دۍ. مسيو فو شه يو فرانسوی تاريخ دان دۍ هغه وايي، که دا خبره ومنو چي د چنګيز لښکري پر صده او هزاره ويشل سوي وې او زموږ هزراګان د مغولو د لښکر يوه هزاره ده .، نو دغه به يې د کوم مهم کار لپاره د دښمن په منځ کي پري ايښې وي ، دغه خبره د حقیقته ځکه لیري ده چي زرو کسو د یوه بیګانه او دښمن ملت په منځ کي څه کار کولای سو چی چنګیزیانو پریښول ؟ د بلي خوا به نو د هغو هزارګانو په باره کي څه ووايو چي د اباسين له هغي غاړي څخه د کشمير د غرو تر درو پوري پراته دي چي نه يې مخ د هزاره دۍ او نه خبري . څيرې او ژبه يې هندي اريايي ده. او مهمه خبره خو لا داده چي چنګيز او لښکري يې هيڅ وخت تر ابا سين هغي خوا ته تيري سوي هم نه دي. " د معلم صاحب خبرو ته وکيل جعفر علي خان په ډير غور غوږونه څلور کړي وه خو د ښوونکي خبري پاي ته رسيدلي وې او داسي خبره پکښي نه وه چي دده په درد دي وخوري. نو يې هغه وپوښتۍ.  خبره دي څنګه سوه ، درک يې معلوم نه سو. حاجي اغا زما څخه پوښتنه وکړه.

 " هلکه ګلانه دا څنګه کيسه ده چي اخبارونه ستا په خبرو ډک دۍ او ته بې غمه ناست يې او ستا خبري نور را ته وايي." ما ورته وويل:

  " نو زه به د داسي مشرانو په مخ کي څنګه خبري وکم." حاجي اغا را ته وويل: " ستا نو کم نن اوله ده، خو تل دي زموړ ټولو په مخ کي تر ځان مشري خبري کړي دي." ما خپل پخوانی ښوونکۍ ته مخ واړوۍ او ورته ومي ويل:

  " تاريخ پوهان وايي چي په افغانستان کي د هزارګانو نوم د پخواني يونان جغرافيه ليکونکي بطليموس دوه زره کاله لا پخوا ياد کړۍ دۍ. او هغه وخت چي يوناني سکندر پر افغانستان حمله کوله نو د هغه سره ډير عالمان هم ملګري وه، هغوي هم د هزارګانو په باره کي خبري کړي دي. نو هزارګان څرنګه مغول کيدلاي سي. ځکه مغول خو دغه نيژدي اوه، اته سوه کاله دمخه زموږ وطن له خاورو سره برابر کړۍ و.... "

په دغه وخت کي وکيل صاحب خپل جيبي ساعت کتلۍ و او په جيب کي يې اچوۍ، چي زما وروستۍ خبره يې واوريدله، احساساتي سو اوبې ځنډه يې زما په خبرو کي مداخله وکړه : " ګلان جانه! مخ ته مه ځه . يو شرط درسره وهم." حاجي اغا پوښتنه ځني وکړه چي پر څشي شرط وهي . وکيل جعفرعلي خان ورته وويل: " که دغه ځوان په مستند سند ثابت کړي چي هزاره مغل نه دي هر شی چي غواړي ورکوم يې او که يې نه کړه ثابته  نوبه د بل ژمي تر رخصتۍ پوري پر دغه مساله کار کوي او ثابتوي به يې . " زما زړه پر دربيدو را غۍ ، خوله مي وچه سوه ، ژر مي چاي را واچولې او څو غټ غړپونه مي وکړه . اريان وم چي څه جواب ورکړم. خو زما د اکا او د وکيل خبرو ادامه لرله. کله چي زه له خپلو چورتونو را خلاصيدم نو اکا مي شرط ورسره قبول کړۍ و او ما ته يې وويل چي خپلو خبرو ته ادامه ورکړم او دغه خبره ثابته کړم چي هزاره مغول نه دي ." اکا ته مي وويل که ما ثابته کړه او چا نه منله نو به څنګه سي. " ټولو وخندل . د پوهنځي استاد وویل: " سند و برهان وړاندي که ، موږ دغه دۍ ناست يو. ما بيا خبري شرو کړي :

  " اول پوخ دليل: بطليموس ويلي دي چي (اوزاله) يا هزاره د اراکوزيا ، يعني تاريخي لوي کندهار په شمال کي ژوند کاوه . همدا ډول هغه وخت چي چيني سياح هيوتسينګ په ٦٢٢ عيسوي کي د باميان او هزارجات سيمو ته رسيدلۍ و نو يې ليکلي دي ، له هوساله ( هزارجات) څخه ډيري چينې را پورته کيږي چي پر درو څانګو ويشل کيږي . هوا يې  سړه ده ، واوره او ژلۍ لري، د خلګو څيري يې چينايي دي، نيک زړه دي ، ژبه او تحرير يې هم ددغه ځاي له نورو ملکونو سره توپير لري.

  " د دوهم پاخه دليل لپاره يوازي د دوو لغتونو توضيح کول کفايت کوي . هغه د يو ناني اوزاله او چيني هوساله لغتونه دي . د ژبپوهانو له نظره دواړه لغاتونه درې سيلابه دي." وکيل وويل " څنګه درې سيلابه " جواب مي وکړ (او)، (زا)، (له) . د اوزاله او هوساله په دواړو تورو کي اوله برخه  (او) او( هو ) دي چي ډیر سره مشابه دي او توپير يې د يونان او چين تلفظ له کبله دۍ . د لغت مينځنۍ برخه  په يوناني تلفظ کي (زا) او په چينايي کي ( سا) دۍ چي بيا هم د يوناني او چيني لهجې توپير دۍ. پاتي سو وروستنۍ برخه يعني ( له) چي په دواړو لهجو کي يو شانته تلفظ کيږي .

  ما اکا ته وکتل اوورته ومي ويل، حاجي اغا نور ووايم " هغه وويل:

 " د وکيل صاحب څخه پوښتنه وکه" وکيل صاحب سر را ته وښوروۍ چي ادامه ورکم . ومي ويل:

  " تاريخ پوهان او ژبپوهان وايي چي په اريايي ژبو کي د پيړيو په جريان کي ( ل) په (ر) او (د) اوښتلاي سي . د بيلګې په توګه پښتو (ل) په دري او فارسي کي په ( ر) اوښتۍ دۍ. لکه ديوال= ديوار. او همدا ډول پښتو (ل) په هندي کي په (د) اوښتلاي سي. لکه لس = دس ( په هندي لس).

  په دې توګه، که په هماغه يوناني لهجه او زاله او چيني لهجه هوساله کي يوازي په وروستي برخه يعني (له) کي (ل ) په( ر) واوړي نو د بطليموس د لغت څخه (اوزاره) او د هيوتسينګ له هغې څخه (هوساره) جوړيږي .

  " د ګردي دنيا تاريخ او ژبپوهان د اوږدو کلونو راهيسي ودې نتيجې ته رسيدلي دي چي يوناني اوزاله او چينايي اوساله همدا د نني ورځي (هزاره ) دۍ .

  په نتيجه کي ويلاي سو چي هزاره قوم، مغول نه بلکه د افغانستان ډير پخواني اوسيدونکي دي ...." وکيل صاحب موسکۍ سو اويې ويل :

  "دغه خو ته وايې مستند سند دي کم دۍ " ما ورته وويل ، د کلونو را هيسي پر دې مساله کار سوۍ دۍ او ډير اسناد سته . " وکيل وويل را ښکاره يې که. " ما خپل اکا ته وکتل، هغه وويل :

" رشتيا وايې ورښکاره يې که " اجازه مي وغوښتل دباندي ووتلم. تر څو دقيقو ورسته د کتابونه سره راغلم. کتابونه مي د وکيل صاحب مخي ته کښيښول. زه ارام پر خپل ځاي کښينستلم . اکا مي را ته وکتل او شاباس يې را ته ووايه. وکيل صاحب کتابونه وکتل ويې ويل :

  " زه خو په دې نه پوهيږم په خارجي ژبو دي. يوازي دغه يو فارسي دۍ. ته ودريږه زه يې وګورم ... تاريخي جغرافيه . " په نامه پسي يې وکتل او ويې ويل:" عبد الحیی حبيبي." ما ته يې وويل چي هغه ځاي ورښکاره کم چي دغه شيان پکښي نويشته سوي دي. زه ور ولاړ سوم هغه ځاي مي ورپيدا کړ او نور کتابونه مي د پونځي د استاد مخي ته کښيښول. هغه هم په اخته سو . استادانو ته مي وويل چي ما له انکليسي او فرانسوي کتابو څخه استفاده نه ده کړې، خو هغه ځايونه مي پيدا کړي وه چي دغه مساله پکښي ليکل سوي وه . يو يې د فرانسوي مسيو فوشه دۍ او بل يې د امريکايي نانسي دوپري دي . جعفر علي خان د حبيبي د کتاب هغه ځايونه ولوستل چي ما ور ښوولي وه او پر بالښت يې تکيه وکړه . حاجي اغا ږغ پر وکړ:

 " وکيل صاحب شرط دي لکه چي بايلود." هغه ورته وخندل ويې ويل:

"  خودغه رشتيا نو تر اوسه ولي چا څه نه ويل، موږ خو يې غرق کړي و. حاجي اغا چي د لسو نورو شرطونو تاوان را څخه واخلي ارزښت لري ته خو يو شرط يادوې. خو ما ددغه اوزاله عنوان پخوا هم ليدلۍ و چي د ژوندون په مجله کي پراوسږ کال خپور سوۍ و، خو د هغې ليکونکۍ پښتونيار و او اوس دلته ګلان..... " حاجي اغا يې خبره ونيوله او ورته ويې ويل، وبخښه جعفرخانه ما بايد ګلان دمخه در ته معرفي کړې واي چي زما د مرحوم مشر ورور زوي دي چي زما پر لاس لوي سوۍ دۍ. دده نوم ګل محمد او کورنی نوم یې ګلان دۍ او په موږ کي يوازي دی پشتو نيار دۍ ، موږ ټوله پيسه يار، زمينیار ، باغيار يو . دغه نوم  ده پخپله پرځان ايښۍ دي."

  په دغه خت کي ټوکي ته يو څه ورپياد سوه، خو جعفر خان سر کښته اچولۍ او په يوه ژور چورت ننوتلۍ و. کله چي ټوکه او خنداوي خلاصي سوې، نو وکيل جعفرعلي خان وويل:

  " حاجي اغا ، څه وخت مخکي زه د خپلو موکيلانو د ليدلو د پاره روزګان ته تللۍ وم. د هغې خوا چي را غلم په کور کي دوۍ را ته وويل، چي مشري لور ته مي د يوې معتبري کورنۍ مرکه راغلې وه او زما لور يې د پښتونيار لپاره غوښتله. البته چي کور هم په ماخبر وه چي موږ د نورو قومونو سره د دوستۍ کولو ښه خاطرې نه لرو ، نو ما هغه رد کړې وه . خو وروسته مي په کور کي دغه مجله او وروسته د طلوع افغان څو شمارې وليدلې چي د هماغه پښتونيار نويشتې پکښې وې. ما چنداني علاق نه وه ورسره اخستې، خو نن چي مي د مجلې او اخبار د هغه عنوان خبري واوريدلې نو مي افسوس وکړ چي کشکي مي تعصب نه واي کړۍ او هغه مضمونونه مي لوستي واي. کله چي ګلان او د ده دغه جرئت مي وليدۍ او هغه نويشتې را ياد سوې نو بايد ووايم . اول خو به له تا څخه حاجي اغا معافي وغواړم چي زه نه وم پوهيدلۍ چي مرکه ستاسي د کورنۍ ده ، او دوهمه خبره دا چي ،" په دغه وخت کي موسکي سو او زما اکا ته يې مخ واړوۍ په خندا يې ورته وويل:

" که پښتونيار په رشتيا هم دغه ځوان وي نو حاجي اغا زه خپله لور ورکوم او د شرط په ګټلو کي چي نور هر څه غواړي ورکوم يې"

(پاي)

  صالح محمد زیرۍ

٢٨\١٢\ ٢٠٠٨